زيری زیری – د پښتو ورډپرېس ۴.۱.۱ نسخه بشپړه او خپره شوه !

زيری زیری !

Pashto WordPress

ګرانو هيوادوالو موږ د ورډپرېس پښتو ژباړه په بریا سره تر سره کړه او اوس زموږ هيوادوال کولای شئ چې ورډپرېس په خپله خوږه مورنۍ ژبه وکاروي.
تاسو پښتو ورډپرېس له دې لاندې ويبپاڼې څخه ښکته (ډاونلوډ) کولای شئ:

https://ps.wordpress.org/

ملګري کولای شئ زموږ سره د ژباړې په برخه کې مرسته وکړي، دا چې زموږ سره څرنګه مرسته کولای شئ دغه تړوني (لېنک) ته ورشئ:

https://translate.wordpress.org/languages/ps

۱ – لومړی خپل ځان په دې ويب پاڼه کې راجستر کړئ.
۲ – کوم لغات چې نه دي ژباړل شوي (Untranslated) پرهغه کلېک وکړئ.
۳ – په لغات دوه ځله کلېک وکړئ او خپله ژباړه وليکئ، او له ژباړې وروسته په (Add Translation) تڼۍ يا بټنه کلېک وکړئ.

دژباړې سره د مرستې لپاره تاسو له دغو لاندې سرچينو څخه کار اخيستئ شئ:

2015-03-16_190929